سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا د لندن له ناستې څه تمه كېداى شي؟

آيا د لندن له ناستې څه تمه كېداى شي؟

نن په لندن كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د وروستيو لانجو د هواري پر سر غونډه كېږي چې د بريتانيې په منځګړيتوب د ملي امنيت په شورا كې د ولسمشر سلاكار محمد حنيف اتمر له پاكستاني سيال سرتاج سره خبرې كوي.

دا له تېرو ۱۶ كلونو يو معمول دى چې كله د افغانستان او پاكستان ترمنځ لانجې او اختلافونه بابېړى وكړي امريكا او يا انګليستان راوړاندې شي او په يو ډول وضعه بېرته نورمال حالت ته لاړه شي.

خو په دې ۱۶ كلونو كې چې انګلستان او يا امريكا كوم منځګړيتوب كړى دى، د ټكر مخه نيول شوې خو هېڅكله هم د پاكستان د هغو نارواوو او تېريو مخه نه ده نيول شوې او نه پرې ملامتي او پړه اچول شوې چې دوى د لانجې پر مهال له افغانستان سره كړې وي. د دې يو دليل دا دى چې هم امريكا او هم انګليستان ته تر اوسه په سيمه كې د افغانستان په پرتله پاكستان مهم دى. پاكستان د دوى د پروژو پلي كوونكى او ستراتيژيك ملګرى دى، سره له دې چې افغانستان اوس له امريكا، انګلستان او ناټو سازمان سره رسماً ستراتيژيكې اړيكې لري، د ناټو په چوكاټ كې انګريزي پوځونه په افغانستان كې پراته دي، امريكا د امنيتي تړون له مخې زموږ په هېواد كې زرګونه پوځيان لري، خو هغه د پاكستاني سياستوال خبره دلته صدق كوي امريكا او انګلستان ګازرې پاكستان ته وركوي او وچ ډنډر يې افغانستان ته راغورځوي.

د لندن د دې غونډې پايلې به هم راووځي، نه به افغانستان پر ختيځو سيمو د پاكستان د ناروا توغندويي بريدونو په اړه اسلام آباد پړ وبلل شي، نه به يې د ډيورنډ پر كرښه د خپلسريو په اړه د ملامتۍ ګوته ورته ونيول شي او نه به د لارو د تړلو د غير انساني عمل په اړه ملامتي پرې واچول شي، برعكس د دې احتمال دى چې د پاكستان هغه مغرورانه غوښتنې به له افغان لوري سره مطرح شي چې پاكستان يې ادعا كوي. له افغان لوري نه به د اس او پي تړون له مخې د ډيورنډ په اوږدو كې په اصطلاح د پټو پاكستاني طالبانو پر خلاف د ګډو عملياتو ژمنه اخلي. د لندن له دې غونډې څخه به زموږ ولس ولې د ښو پايلو تمه ولري، كه فرضاً ښاغلى اتمر د هېواد د ملي ګټو په رڼا كې دريځ غوره كړي بيا به هم د هغه استدلال له دوو سره متحدو لوريو سره وي، تر څو چې افغانستان د نړيوالې ټولنې (امريكا او انګلستان) د منافقانه او دوه مخې تګلارې په مقابل كې د هېواد د ملي ګټو په دفاع ولاړ دريځ خپل نه كړي، هېڅكله به د ډپلوماسۍ او دغسې ناستو نه ډك لاس راستون نه شي. د پخوا په څېر به خبره له ټكر او جنجال نه راووځي، خو اصلي ستونزې او ګډې بدمرغې لوبې به همدغسې دوام لري.

دا وګورئ

لعنت په داسې ډيموكراسي!

خبره پر دې نه ده چې پدرام او ډله يې څه ډول نظريات لري، څه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *