شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / سلګونو لاریون کوونکو د سپین بولدک لارې د پرانیستلو غوښتنه وکړه

سلګونو لاریون کوونکو د سپین بولدک لارې د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د پاکستان له خوا د لارې مسلسل بند ساتلو خلک دې ته اړ کړل چې د هغوی د دغه اقدام پر ضد لاریون وکړي(لاریون کوونکي)

کندهار – په کندهار کې د سپین بولدک سلګونو اوسېدونکو د پاکستان د هغه اقدام پر ضد چې په پرله پسې توګه یې لارې بندې ساتلي، لاریون وکړ او د لارو د ژر خلاصېدو غوښتنه یې وکړه.

لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له افغانستان سره د لارو بندول یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک ته وویل، دغه لاریون د سپین بولدک د خلکو له خوا شوی و او امنیتي ځواکونو یې امنیت ټینګ کړی و.

هغه زیاته کړه، د لارې بندېدو د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او درانه زیانونه یې ورته اړولي، نو ځکه هغوی اړ شول چې لاریون وکړي.

دی وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سپين بولدک او تورخم لارو د خلاصولو په موخه ډيپلوماټيکې هڅې کړي، خو تراوسه یې مثبتې پایلې نه دي درلودلي.

دا چې سپین بولدک ولسوالي ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، نه یوازې د تګ راتګ مهم لاره ده، بلکې د کاروبار لوی مرکز هم دی.

په دې ولسوالۍ کې نه یوازې د سپین بولدک ځايي اوسېدونکي پر کاروبار بوخت دي، بلکې د کرښې له هغې غاړې چمن ښار څخه هم هره ورځ له ۱۰ تر ۱۲ زره کسان دغلته د کاروبار لپاره راتلل چې د لارې د بندېدو له امله یې سوداګري او راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.

عبدالشکور چې د سپین بولدک په بازار کې د موټرو د پېر او پلور شرکت لري او په لاریون کې یې برخه اخیستې وه وویل، د پاکستان له خوا د لارې مسلسل بند ساتلو خلک دې ته اړ کړل چې د هغوی د دغه اقدام پر ضد لاریون وکړي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *