چهارشنبه , اپریل 26 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د امنيتي مسوولينو استيضاح؛ كه د امنيتي تړون سپيناوى!

د امنيتي مسوولينو استيضاح؛ كه د امنيتي تړون سپيناوى!

ولسي جرګې پرون پر سردار محمد داوود خان روغتون د بريد په اړه بحث درلود، زياترو وكيلانو د امنيتي مسوولينو پر بې كفايتۍ ټينګار كاوه او اوس يې پرېكړه دا ده چې استيضاح يې كړي.

په دې كې شك نشته چې د كابل ښار په شمول د هېواد په كچه د مخالفو ځواكونو بريدونه ډېر زيات شوي دي، سږ كال د تېرو كلونو پر خلاف په څو ولايتونو كې د ژمي په موسم كې هم طالبانو د جګړې مورچلونه تاوده وساتل، د ډيورنډ له كرښې ډېر لرې د هېواد په مركز او شمال كې دوى خپلو بريدونو ته دوام وركړ، خو د بغلان، كندز، جوزجان، ننګرهار او كابل بريدونه كه څومره و ارزوو ښايي د وسله والو مخالفينو د ځواكمنۍ پر ځاى د دولتي امنيتي ځواكونو د كمزورتيا او ناتوانۍ فكتور پكې مهم ثابت شي.

د كابل بريدونه په تېره پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد له ورايه په دې ګواه دى چې نه مو په كشفي ارګانونو كې شيمه شته او نه په نورو امنيتي ځواكونو كې. دا دى پرون د لسمې امنيتي حوزې په مخه كې بيا چاودنه وشوه، دا پرلپسې چاودنې او بريدونه همدغه حقيقت ثابتوي چې ستونزه ډېره جدي ده، خو دغه ستونزه د امنيتي مسوولينو په استيضاح او آن ګوښه كېدو هم نشي حل كېداى، رېښې يې په ټوله كې د نظام له څرنګوالي او روانې بدمرغې جګړې سره تړلې دي.

پرون د ولسي جرګې مشر د روانو ستونزو په لړ كې له امريكا سره امنيتي تړون ته اشاره وكړه چې هغوى ولې د دغسې پېښو په مخنيوي كې همكاري نه كوي، دا يې د شرم وړ مساله ياده كړه، خو واقعيت دا دى چې امنيتي تړون پخپله په هېواد كې د روانې وضعې يو لامل دى.

امنيتي تړون او په هېواد كې د پرديو پوځي اډې مخالفو جنګياليو ته د بريدونو پلمې برابروي. حكومت او د بهرنيانو پلوي لوري په يوه كاذبه هيله كې دي چې د لويو ځواكونو تر سيوري لاندې به ښه راتلونكې ولرو، هغه ښه راتلونكې به څه وخت وي؟

د ولسي جرګې مشر چې پرون امنيتي تړون ته اشاره وكړه، اصلاً زموږ د اوسنيو بدمرغيو او نا امنيو د حل اساسي لاره همدغه ده چې د امنيتي تړون هغه افاديت روښانه شي چې تر لاسليكېدو وړاندې يې پلويانو د هېوادوالو غوږونه خوړل چې امنيتي تړون لاسليك شي بريدونه به مو خوندي او كورنى امن به ټينګ شي، نظام به مو په هر اړخ كې په پښو ودرېږي. ولسي جرګه دې امنيتي مسوولين استيضاح كړي، كه يې كور ته د استولو پرېكړه كوي هم پر ځاى خبره ده، خو د روانې ستونزې د حل لپاره دې له امريكا سره د امنيتي تړون خبره ژورو بحثونو ته واچوي، حكومت دې دې ته اړ كړي چې يا دغه تړون په ريښتينې معنا په هېواد كې د امن راوستلو يو باوري سند شي او يا يې ولس او حكومت له لعنته بې غمه شي.

ولسي جرګه كه په هېواد كې په ريښتيا امن غواړي مسوولانه دې دغې مسالې ته پام وكړي او جدي يې دې تعقيب كړي.

دا وګورئ

په بدلونونو ولس څومره ډاډه كېداى شي؟

د بلخ د دوه سوه نهمې شاهين قول اردو پېښه په ريښتينې معنا ډېره درنه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *