شنبه , جنوري 21 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د پرونيو بريدونو وير د چا دى؟

د پرونيو بريدونو وير د چا دى؟

پرون په كابل او هلمند كې په ځانمرګيو بريدونو كې تر سلو تنو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېرى برخه يې ولسي وګړي وو. د كابل د بريدونو پړه وسله والو طالبانو واخيسته، او حكومتي چارواكيو دغه بريدونه غندلي دي.

خو راځى لږ د دې بريدونو پر اغيزو او پايلو لږ مسوولانه او د انساني ضمير او احساس له مخې غور وكړو.

لومړى دا چې دغه ډول بريدونه او مرګونه چې عام ولس ته مرګ ژوبله اړوي هېڅكله نه توجېه كېداى شي او نه څوك ديني جواز ورته راوړاى شي. كه يې طالبان كوي او كه بل كوم لورى په ولس كې يې په اذهانو كې راغورځوي. هېڅ د لوړ او انساني ارمان لرونكى داسې بېدريغه مرګونو ته زړه نه ښه كوي، دغه ډول بريدونه په هغه ريښتنې معنا ترهګري ده چې وېره ترهه، كركه او عقده را ټوكوي او د عاملينو پر خلاف يې د ولس احساسات راپاروي، ځكه داسې بريدونه موخپل ولس په وير اړوي.

طالبان چې زياتره د دغسې پېښو مسووليت اخلي همدغه لامل دى چې د نن طالبان په ولس كې له پرونيو سره د پرتلنې وړ نه دي. د عامو ملكي وګړو وژنه نه كمال دى، نه وياړ دى، نه غيرت بلكې بې رحمي او جنايت دى او بس.

دوهم دا چې دا دي ۱۴ كاله پرلپسې دغه جګړه روانه ده. دلته د امريكا او ناټو تر سلو زرو زيات پوځونه پراته وو، تر دوه لكه زيات افغان امنيتي ځواكونه وو، د امريكا او ناټو ځواكونو په سلګونو ځله د هېواد پر بېلابېلو سيمو پراخ بريدونه وكړل، افغان ځواكونه بيا بيا په بېلابېلو ولايتونو كې د مخالفينو د ځپلو په نامه په بريدونو او پوځي تحركاتو ستړي شول، پايله څه وه؟

دا چې په دې وروستيو څو كلونو كې كال په كال جګړو زور واخيست، زموږ د هېواد هديرې د افغانانو پر قبرونو ډكې شوې، د دې مرموزې او بې تعريفه جګړې زور ونه خوت بلكې لا زيات شو.

د نړۍ تر ټولو ځواكمن ځواك ته مو په هېواد كې اډې هم وركړي، خونه مو ښار له ځانمرګيو بريدګرو خوندي شو او نه كلى له ړندو بمباريو او بريدونو.

آخر دغه مرګ ژوبله تر كومه دوام وكړي؟

آيا دواړو لوريو (افغانانو) ته دا اړينه نه ده چې د دې پردۍ جګړې له غځولو او دوام نه مخ را وګرځوي او د بين الافغاني تفاهم له لارې د تلپاتې سولې په هوډ خبرو ته سره كښېنې؟! راځئ پر دې ټول په سړه سينه فكر وكړو، د ژونديو ولسونو لاره همدغه ده.

دا وګورئ

ټرمپ به څه كوي؟ بشريت وژنه، كه بشريت هوساينه؟

تور اوباما له سپينې ماڼۍ نه رخصت شو او ډونالډ ټرمپ د امريكا د ۴۵ ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *