سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د سولې اغزنه او ټكنۍ لار

د سولې اغزنه او ټكنۍ لار

عزيز چوپان

د افغانستان ټول تاريخ له لوړو ژورو ډك دى، په دې منځ منځ كې كله كله داسې مرحلې راغلي چې هېواد مو د ثبات پر لور يو څه ګامونه هم اخستى؛ خو كه په ځانګړې توګه د هېواد معاصر تاريخ وګورو نو تر تيمورشاه وروسته مو هېواد ډېر د بې ثباتۍ پر لور تللى دى. په دې منځ كې د امير دوست محمد خان دوهم پلا پاچهۍ، په څه نسبي توګه د شيرعلي خان دوهم پلا پاچهۍ چې هغه هم د انګريزانو په دوهمه پلا يرغل سره تالاترغۍ شوه، د امير عبدالرحمن خان يوويشت كلنه پاچهۍ كه څه هم له فشار سره ملګرې وه او د حبيب الله خان له عياشيو او فتنو سره د ملګرى دربار په وخت كې «نسبي» ثبات راغلى، نورې نو د امان الله خان لس كلنه دوره هم پر يوه بحران پاى ته ورسېده.

حبيب الله كلكاني خوهېواد له  يوې مخې د بې ثباتۍ خواته بوت، د نادرخان دوره هم د هغه پر مرګ تمامه شوه د ظاهر شاه د څلويښت كلنې نسبتاً باثباته دورى پاى د ۱۳۵۲ د چنګاښ د شپږويشتمې كودتا او له هغې ورځې تراوسه خو افغانستان لكه ټال هسې زنګېږي. له ۲۰۰۱ نه  تراوسه پورې مو چې هېواد له كوم حالت سره مخ دى، دا زموږ په تاريخ كې بې ساري دى، پخوا كه كوم تاړاكګر زموږ پر هېواد بلوسلي دي؛ نو يو هېواد راغلى، له سكندره تر پخواني شوروي پورې، ان چې روسانو پر افغانستان نظامي تېرى وكړ هم روسان يواځې راغلل؛ خو د ۲۰۰۱ د سپتمبر له مزورانه پېښو وروسته ټول غرب د امريكا په مشرۍ لام وتاړه او پر افغانستان يې وحشيانه تيرى پيل كړ. تر اوسه پنځلس كاله وشول چې امريكا مو په هېواد كې د جنګ نغرى تود ساتلى او په لسګونو زره او ښايي تر سلو زرو زياتو هېوادوالو مو په خپلو ګرمو وينو كې لامبو ووهله.

امريكا خو پر دې ښه پوهېږي چې زه د څه لپاره افغانستان ته راغلې يم؛ خو هغه افغانان چې د خپل هېواد او هېوادوالو پر خلاف يې توره راپورته كړې، پر دې نه پوهېږي چې له دې جنګه زموږ هدف څه دى. افغانانو ونه كړاى شول چې په يوه چرګۍ سره راټول شي، ګډ تصميم ونيسي او امريكا ته په كراره سره ووايي چې نور دې په مخه ښه، موږ خپل هېواد له تاسې پرته هم جوړولاى شو، همدا وجه ده چې نه هغه جنګيالي چې د مخالفينو يا د امريكا په اصطلاح د تروريستانو نوم يې خپل كړى د خپل واك خلك وي او نه هم هغه حكومت چې امريكا يې د ملاتړ برېتونه كاږه تاووي څه صلاحيت ولري. زه پخپله كله له مخالف لوري نه ګيلې مانې وكړم او كله هم له حكومته؛ خو بيا چې ګورم چې دا يو هم د خپلى خوښې خلك نه دي. د هلمند له مارجې ولسوالۍ نه د يوه رارسيدلى خبر له مخې چې يواځې د يوه پله ( … ) د ورانولو لپاره له يوه ګاونډي هېواده مخالف قوماندان ته څو ځله هدايات راغلل، چې وايې لوځوي خو چې په بمونه وانه لوت؛ نو بيا يې سكواټور ورپسې راوست او پول يې پرې ونړاوه، خو بيا هم چې ځاى يې راشي، هغوى هم شمله كږه كښېږدي چې موږ د خپل واك يو، او د هغوى پلوي شناندي هم دواړه پښې په يوه موزه كې كړي چې نه هغوى خو خپلواك خلك دي. همدارنګه ادعا حكومت هم كوي؛ خو حقيقت دا دى چې يوهم استقلال نه لري، په دې منځ كې ولس سولې ته ډېره جدي اړتيا لري. حزب اسلامي پنځلس كاله هم جنګ وكړ او هم يې د سولې لپاره كابل ته پلاوي راواستول؛ خو بالاخره لكه حافظ چې وايي: «قرعۀ فال به نام من ديوانه زدند» د فال دا قرعه د اشرف غني په نامه وخته او له حزب اسلامي سره يې د سولې يوه مشروطه لوزنامه لاسليك كړه، په دې معنا چې څه ژمنې حكومت له حزب اسلامي سره وكړي او څه ژمنې حزب اسلامي له حكومت سره وكړې، خو حكومت تراوسه پورې د خپلو ژمنو د عملي كولو په جهت كې يو ګام هم نه دى اخستى او هر څه په ټپه ولاړ دي او له بلې خوا ښايي حزب اسلامي هم د خپلو ژمنو ډېره برخه عملي نه  كړاى شي؛ له هغې جملې نه د حزب د مجاهدينو د بې وسلې كولو مسأله؛ ځكه همدا اوس طالبانو د حزب اسلامي پرخلاف د نفير عام اعلان كړى چې حكومت نه شي كولاى له هغوى نه دفاع وكړي، هغه حكومت چې له ځانه دفاع نه شي كولاى، له حزب اسلامي نه به څه دفاع وكړي؛ نو كه د حزب اسلامي مجاهدين بې وسلې كېږي، معنا دا چې لاس تړلي به طالب او داعش ته سپارل كېږي، دا بيا د هغوى خوښه او انصاف دى چې له مخې يې حلالوي كه له څټه. كه چېرې د حزب رهبري و هم غواړي چې خپل مجاهدين بې وسلې كړي مجاهدين پخپله دې كار ته غاړه نه ږدي چې په هغې صورت كې به د حكومت تبر هم لاستى پيدا كړي چې هغه ده ګورې چې حزب خپلو ژمنو ته وفادار نه دى او په دې توګه به خپلې بې لوزۍ پټوي. تراوسه پورې خو ګورو چې هر څه په ټپه ولاړ دي. همدا دليل دى چې د حزب اسلامي د مشر يوه زوى ښاغلي جمال الدين په فېسبوك كې وليكل چې د سولې دې لوزنامې د يوه موم پلى (مونګ پلى) په اندازه هم ګټه ونه كړه. هغه په حزب كې هم ټوله ګټه د (ج)، (غ)، (ص) په ځولې كې لويدلې وګڼله.

كله چې له حزب سره د سولې لوزنامه لاسليك شوه نو د استقبال لپاره يې ډېرى نغارې وډنګول شوې او دا وويل شول چې په دې سره به نور مخالفين هم وهڅول شي چې له حكومت سره خبرې شروع كړي. د ملا محمد رسول په مشرۍ طالبانو خو اعلان وكړ چې هغوى بې له شرطه له دولت سره خبرو ته چمتو دي؛ خو وروسته يې پر دې خبره شك پيدا شو چې ګڼې دا وړۍ دې شړۍ شي؛ نو ورو يې ريورس ګير ولګاوه او هغه قطري ياران خو په يوه داسې موډ كې دي چې ان د كابل په زړه خوشحال مېنه كې هم د پارلمان د يوه غړي پركور بريد كولاى شي او مرګ ژوبله رامنځته كولاى شي. هغوى پر دې باور دي له هغه حكومت سره چې تر موږه په يوه ښه پوزيشن كې نه دى، خبرې كول څه معنا؟ خو كه خبرې كوو بايد له امريكا سره يې وكړو چې د دې حكومت حامي دى. حزب اسلامي خو هغه ده له حكومت سره د سولې لوزنامه هم لاسليك كړه خو حكومت تراوسه ورسره خپله يوه ژمنه هم عملي نه كړاى شوه، د حزب د مشر نوم له تور ليسته ونه ايستلاى شو، بنديان خوشي نه كړاى شول او د مهاجرينو د راستنولو لپاره كوم ښارګوټي د جوړولو لپاره ځمكه ورنه كړاى شوه چې همدا ګيله ښاغلي جمال الدين هم كړې ده.

پر دې له پاسه څه ناڅه ايران او تر ډېره هم پاكستان، روسان دې ته وهڅول چې په امنيت شورا كې د دې خبرې مخالفت وكړي چې ګويا د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حكمتيار نوم دې له توره لسته وايستل شي. پاكستان چې په پيل كې له افغان حكومت سره د حزب اسلامي په پخلاينه كې خپله ګټه ليدله، اوس  يې دريځ بدل شوى، خو د خپلو لوېديزو انډيوالانو له ډاره د حزب مخنيوى نه شي كولاى او بيرته يې د سولې له جريانه په شا كولو ته نه شي اړ كولاى؛ نو ځكه خوتراوسه پورې چې د سولې كوم جريان پرمخ تللى دا مهال نيم په ډول نيم په ژرنده پاتې دى، وكتل شي غني كاكا څه كولاى شي؛ خو تر كومه چې د سولې د وروستيو قدمونو خبره ده په مخ كې يې ډېر خنډونه پراته دي. اوس چې طالبان روسيې او ايران ته نژدې شوي، له پاكستان سره هم دا اندېښنه ده چې غشى يې له كمانه ونه وځي، پاكستان هڅه كوي چې امريكا سر له لومې ونه باسي او روسان يې چې تازه يې ورته دانه اچولې په لومه كې ونښلي، د پاكستان زور له امريكا، چين، روسيې او ان چې له هند سره نه شي برابريدلى؛ خو په سياست كې دومره ماهر دى چې دا ټول تر سينده پورې تږي بيايي او بيرته يې راولي.

دا وګورئ

له افغانستان سره د پاكستان يو اړخيزه سوداګري

عزيز چوپان د دوو هېوادو ترمنځ سوداګري يوه عادي خبره ده، دا سوداګري د دوو ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *