شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / طنز / د غني بابا حوصله!!

د غني بابا حوصله!!

د ولسمشر غني نصيب كوټه نه دى نو څه دى، په كاكا پسې يې بيا ډنډورې را پورته شوې، كاكا يو ځل طالبانو ته ويلي وو چې هسې واړه واړه سړي وژنئ دا سياف ولې نه وژنئ چې له شره يې ټول بېغمه شو، دغه خبره له طالبانو سره په پټ مجلس كې پټه پاته نه شوه، رسنيو ته راووتله او پر ولسمشر غني له هر لوري پټكې او فشارونه زيات شول چې د خپل كاكا، قيوم كوچي چاره وكړي.

بله ورځ خبر خپور شو چې كاكا په روسيه كې سفير ټاكل شوى دى، په ډېرو محفلونو كې بيا دغه خبره لاندې باندې كېدله چې كاكا داسې مهم سفارت ته ولې نومول شوى، ولسمشر خپلوان پالي، د ښې حكومتولۍ او شفافيت ژمنې هسې لاپې وې… د ارګ د يارانو او فېسبوكي اردليانو استدلال دا و چې ولسمشر خپل  ځان ترې بېغمه كوي! نه پوهېږو چې په دې وروستيو لسيزو كې ولې روسيه زموږ د چارواكيو له پامه لوېدلې چې له چانه ځان بېغمه كوي هلته يې د سفير په نامه تبعيدوي؟

دا خو د هېواد په سياسي كلتور كې پخوانى دود دى چې زموږ چاروكيو به د چا له شره ځان ژغوره دوې لارې وې، په څه پلمه زندان او يا سفارت. سفارت ډېرو ته د تبعيد په معنا ؤ، خو د نن او پرون ترمنځ نړۍ څومره بدله ده، پرون يو څوك د دې لپاره په سفارتونو تبعيد كېدل چې ولاړل به په كلونو به ورك وو. اوس خو نړۍ په يوه كلي بدله شوې سفيران درې ورځې په كابل او څلور په خپلو سفارتونو كې ګرځي، د كرزي صاحب د واكمنۍ پر مهال مې د يوه نازولي دا فرمايش هم اورېدلى ؤ چې هم به په يوه ګاونډي هېواد كې سفير وي او هم به خپله د (كابل) دنده ورسره وي، خو خداى خبر چې دغه وياړ ولې ور په برخه نشو، د نن پاچاهانو ستونزې له دې سره خامخا زياتې شوې، په تېره د غني بابا چې په سلو تارونو تړل شوى، نه د چا د بندي كولو توان لري، نه يې د چا په تبعيد ستونزه اوارېږي، دلته احمد ايشچي ورپسې دى او د خپل حق او عدالت غوښتنه كوي، هلته د كاكا جي مركې غم جوړ كړى، كاكاجي د بنډارونو سړى دى، په زړه كې به ورتېره وي چې د امريكا تلويزيوني چينل دى، څوك به يې ګوري، د مجازي نړۍ چغلګريو ته يې څه پام ؤ. بس پر تاجكستان يې د زړه بړاس ايستلى دى، خو دا دى خبره تر دې ورسېده چې د تاجكستان حكومت د قيوم كاكا پر خبرو توند غبرګون ښودلى.

ولسمشر غني بې طالع سړى دى، يو غم سوړ نه وي بل ور دې غاړې شي، كله يې خپله خوله ښوئيدلې وي د پيغمبر لمسى ترې د خداى لمسى شي، كله يې د كاكاجې لانجې ورته جوړې كړي، د پاچاهۍ مزې پرې پورې نه شوې، هغه د مفكر او متفكر ستاينې يې هم پيكه راووتې، د لوى دربار په سياليو كې يې د هيلري بريا ثابته ګڼله په مليونونو په سوال راوړي ډالر يې پرې دوړه كړل خو د سپينې ماڼۍ تخت بد مغزه ټرمپ وګاټه.

زما كشرى زوى چې ماشوم ؤ، د كرزي صاحب د ولسمشرۍ دوران ؤ، د ظاهري كش او فش تر شا د هغه مجبورۍ او ستونزې هوښيارانو هم لږ درك كولاى شواى، ماشومان خو پرېږده، زما ماشوم زوى ته كرزى د پاچا په مفهوم ؤ ويل به يې : چې زه كرزى شم نو داسې به كوم، هغسې به كوم! ما به د ده پر دې ماشومانه هوسونو په زړه كې خندل، خو راشه د غني حالت ته چې ماشومان هم د ده پر بې وسۍ او بدنصيبۍ پوه دي، خو بيا هم د غني بابا پر حوصله صد آفرين شه، داسې به درته ودرېږي لكه افغانستان چې تر سينګاپور، كوريا او ماليزيا څه چې تر سويس او سويډن سوكاله، آرام او هوسا وي، نه د كوم كاكا ستونزه شته، نه د احمد ايشچي په څېر كوم مظلوم شته، نه د بدامنيو راج دى، نه داعش شته، نه د امريكا د تور وحشت وير او ماتم…بس وطن ګل او ګلزار پرمخ روان دى.

 

دا وګورئ

د وړوكې نړۍ خاوندان!!

پاچا ځوان دى، تاوده احساسات لري، نوى يې د شاهۍ دروند بار پر اوږو ورلوېدلى، ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *