یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / ډيجيټل ژورنال: افغان حکومت طالبانو ته د خوندي سیمې پر رامنځته کولو کار کوي

ډيجيټل ژورنال: افغان حکومت طالبانو ته د خوندي سیمې پر رامنځته کولو کار کوي

حکومت غواړي په دې توګه طالبان له پاکستانه راجلا او د آی اېس آی له اغېزې وباسي

وار دمخه یو شمېر طالب مشران ځینو ولایتونو ته راستانه شوي او د جګړې د رهبرۍ ترڅنګ له خلکو سره پر خبرو بوخت دي(د سویل لوېدیځو ولایتونو استازي)

کارپوهان بیا وايي، دغه کار د دې لپاره کېږي چې طالبان له روسیې او د هغې متحدینو سره له نژدې کېدو راوګرځوي

کابل – ډیجیټل ژورنال نشریه وايي، افغان حکومت غواړي طالبانو ته په افغانستان کې خوندي سیمه ورکړي. دغې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې افغان چارواکي غواړي په دې توګه طالبان له پاکستانه راجلا او د آی اېس آی له اغېزې وباسي. د سرچینې په وینا، دغه ستراتیژي افغان چارواکو جوړه کړې ده او د عملي کولو لپاره یې منظم کار روان دی. بلخوا یوه جګپوړي افغان امنیتي چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، د حکومت د دې ستراتیژۍ هدف دا دی چې طالبان له پاکستانه افغانستان ته راشي. سرچینې زیاته کړې، طالبانو او کورنیو ته به یې یوه سیمه پرېښودل کېږي چې تر هغه وروسته به هم سوله آسانه وي او هم جګړه. دغه افغان امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، حکومت د طالبانو له مشرانو سره په تماس کې دی، خو داسې کومه سیمه به طالبانو ته ونه سپاري چې پوځي تاسیسات پکې وي. ډیجیټل ژورنال وايي، طالبانو ته د خوندي ځای ورکولو ستراتیژي هغه مهال مطرح شوه چې د دې ډلې مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې له سیوري لرې د فعالیت غوښتنه وکړه. تر دې دمخه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم د سولې په تړاو یوه غونډه کې ویلي و، د سولې خبرو لپاره دوی تیار دي چې طالبانو ته یوه خوندي سیمه ورکړي. طالبانو ته د خوندي سیمې د ورکولو موضوع داسې مهال ده چې وار له مخې اروزګان ولایت ته د ملا عمر د زوی ملا یعقوب او د وسله‌ والو طالبانو د دفاع وزیر ابراهیم صدر په ګډون د کوټې شورا اووه تنه غړي راغلي دي. په ملي شورا کې د هلمند او اروزګان ولایتونو استازي عبدالله بارکزی او هاشم الکوزی وایي چې طالب مشران د جګړې د رهبرۍ ترڅنګ له خلکو سره پر خبرو اترو بوخت دي. بل پلو د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل دغه کار خطرناک بولي او په وینا یې وسله والو مخالفینو ته د افغانستان د خاورې د یوې برخې ورکول به په راتلونکې کې جدي ستونزې را ولاړې کړي. د ده په باور، اوس مهال چې له طالبانو د سیمې مهم هېوادونه ملاتړ کوي، ښایي د خوندي سیمې په ترلاسه کولو سره د سولې خبرو پر ځای نور هم ځان تقویه کړي.

همدارنګه کارپوهان وايي، دغه کار د دې لپاره کېږي چې طالبان له روسیې او د هغې متحدینو سره له نژدې کېدو راوګرځوي.

افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې د کوټې شورا لوړ پوړي مشران هلمند ته راغلي دي.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *