سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / خان جان الکوزی: په چابهار بندر کې د جاپان پانګونه به د ټرانزیټي دهلېز د جوړولو لامل شي

خان جان الکوزی: په چابهار بندر کې د جاپان پانګونه به د ټرانزیټي دهلېز د جوړولو لامل شي

هلته پانګونه نهیوازې د افغانستان، بلکې د هند، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګټه هم ده

کابل – د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په چابهار بندر کې د جاپان پانګونه به هلته د یوه ټرانزیټي کورېډور یا دهلېز د جوړولو لامل شي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي پرون ازادي راډيو ته وویل چې په چابهار بندر کې پانګونه نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د هند، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګټه هم ده.

الکوزي زیاته کړه چې د چابهار بندر له کورېډور څخه به ډېر ژر سوداګریز مالونه د اقینې او تور غونډۍ بندرونو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جاپان له استازو سره ولیدل او په چابهار بندر کې یې د پانګونې په اړه له دوی سره خبرې وکړې.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم: حکومت د امریکا په حمایې ډیموکراسي له مینځه وړي

مظاهرې او اعتراضونه د خلکو حق دی، په چاودنو او ډزو د معترضینو وژل د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *