چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د كندهار والي او د اماراتو سفير په غبرګو چاودنو كې ټپيان شوي

د كندهار والي او د اماراتو سفير په غبرګو چاودنو كې ټپيان شوي

تېره شپه څه باندې اووه بجې د کندهار د والي په مېلمستون کې دوه چاودنې شوې چې له امله یې اووه تنه وژل شوي او د والي په ګډون ۱٨ تنه ټپیان دي

كندهار – امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه څه باندې اووه بجې د کندهار د والي په مېلمستون کې دوه چاودنې شوې چې له امله یې اووه تنه وژل شوي او د والي همایون عزیزي په ګډون ۱٨ تنه ټپیان دي.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په ټپیانو کې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر هم شامل دی.

امنیتي سرچینې زیاته کړه چې په ټپیانو کې د والي ویاند، د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزی او یو شمېر نور حکومتي مامورین هم شامل دي.

د ریپوټونو له مخې، والي همایون عزیزي په دغو چاودنو کې برسېرن ټپي شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *