یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / حامد کرزي د کابل او هلمند پروني بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي

حامد کرزي د کابل او هلمند پروني بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي

ورته عملونه له ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دي(حامد کرزی)

کابل – پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل او هلمند کې پروني ځانمرګي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بریدونه د هېواد او خلکو د دښمنانو کار دی. د هغه په وینا، ورته عملونه له ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دي. پرون مازدیګر په کابل کې دوو غبرګو ځانمرګو بریدونو تر ۳۰ زیات کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر یې ټپیان کړل. وسله والو طالبانو د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. همدا راز په هلمند کې هم یوه ځانمرګي برید ۶ کسه ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل. پخواني ولسمشر حامد کرزي دواړه پېښې په کلکو ټکو غندلې دي، شهیدانو ته یې د جنت او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا استدعا کړې ده.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *