پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / تېر میلادي کال په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه ۴۰ سلنه ډېر شوي

تېر میلادي کال په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه ۴۰ سلنه ډېر شوي

دغه هوایي بریدونه په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته د جګړې د نويو واکونو تر ورکولو وروسته زیات شوي دي

کابل – په ۲۰۱۶م میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه ۴۰ سلنه ډېر شوي دي. امریکایي رسنۍ وايي، امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۶م میلادي کال کې ټول یو زر او ۳۳۷ هوایي بریدونه کړي دي.

د امریکا د پوځي جنرالانو په وینا، دغه هوایي بریدونه په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته د جګړې د نويو واکونو تر ورکولو وروسته زیات شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو هوایي بریدونو کې له ۲۰۰۶م میلادي کال وروسته د لومړي ځل لپاره له بي ۵۲ الوتکو هم استفاده شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا د هوایي بریدونو له زیاتېدو سره د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *