یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / کونړ ته د مشرانو جرګې د تللي پلاوي موندنې: په کونړ کې د ځنګلونو وهلو او انتقال ته اجرائیه رئیس اجازه ورکړې

کونړ ته د مشرانو جرګې د تللي پلاوي موندنې: په کونړ کې د ځنګلونو وهلو او انتقال ته اجرائیه رئیس اجازه ورکړې

په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهل او د پخو موادو انتقال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا د مسودې یوه برخه ده

کونړ ته مو د سفر پر مهال پرېکړه کړې، چې د ولسمشر حکم تر صادرېدو پورې دې په دې ولایت کې د ځنګلونو د وهلو او انتقال مخه ونیول شي

هلته پر یو شمېر ځنګلونو طالبان او داعش واکمن دي او له ډېرو کلونو راهیسې یې پاکستان ته انتقالوي

کابل – په کونړ کې د ځنګلونو د غیر قانوني وهلو او انتقال په تړاو دغه ولایت ته د مشرانو جرګې استول شوي پلاوي چې د سې شنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور وړاندې کاوه وویل چې په دې ولایت کې د ځنګلونو وهلو او د پخو موادو انتقال ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اجازه ورکړې.

د مشرانو جرګې د یاد پلاوي غړی هاشم الکوزی وایي، د دوی موندنې ښيي چې له ځنګلونو څخه د پخو موادو انتقال د عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا د مسودې یوه برخه ده چې هره ورځ د شلو موټرو په شاوخوا کې انتقالېدل.

دی زیاتوي، د کونړ امنیه قوماندانۍ دا مهال د کونړ له ځنګلونو بار ۵۸ لارۍ درولې دي.

د الکوزي په وینا، کونړ ته له رسېدو سره هم مهاله پرېکړه وشوه چې د ولسمشر حکم تر صادرېدو پورې به د دغو ځنګلونو د وهلو او انتقال مخه نیول کېږي.

له کونړ څخه راغلی پلاوی وایي چې په دې ولایت کې پر یو شمېر ځنګلونو طالبان او داعش واکمن دي او له ډېرو کلونو راهیسې یې پاکستان ته انتقالوي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړي حسن هوتک او رحمت الله اڅکزی او د دې جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزی وايي چې په کونړ ولایت کې د ځنګلونو د قطع کولو مسئلې د لا روښانه کېدو لپاره دې دا مسئله جدي تعقیب شي.

اجرائیه ریاست تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *